چين په خپلو کورنيو چارو کې د جاپان له سياسي لاسوهنې سره ټينګ مخالفت وښود
CMG2024/04/12 15:34:35
شريکول:

د جاپان او امريکا مشرانو د اپريل په ۱۰مې نېټې لېدنه کړې او د چين د کورنيو چارو په اړه غږېدلي دي.

په جاپان کې د چين سفارت وياند د اپريل په ۱۱مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې جاپان د چين په کورنیو چارو کې سخته لاسوهنه کړې او د چين ګټو ته يې ډېر زيانونه رسولې دي.

د چين سفارت وياند ويلي، چې جاپان او امريکې خپلمنځي پوځي اتحاد نور هم ټينګ کړی او ډله ييزې مقابلې يې راپورته کړې دي او دغو چارو یې د سیمې سولې او ثبات ته سخت ګواښ پېښ کړی دی. 

بېجينګ له توکيو غوښتي، چې د چين کليدي ګټو او مهمو پاملرنو ته یې درناوی وکړي، د چين په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه بنده او ملي ګټو ته دې يې زيانونه نه رسوي، څو د دواړو هېوادونو د اړيکو د لاخرابېدو مخه ونيول شي.