د چين ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي څانګې مشر او د دې وزارت وياند وو چيان د اپرېل په ۱۲مې نېټې د وروستيو پوځي مسايلو په اړه خبرې کړي او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.
نوموړي ويلي، چين د امريکا او تايوان ترمنځ له هر ډول رسمي تبادلې او پوځي اړيکو سره ټينګ مخالفت کوي او دغه دريځ يې روښانه او څرګند دی.
وو چيان ويلي، د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره او د خاورې نه بېلېدونکې برخه یې ده او بېجينګ پکې بهرنۍ لاسوهنه نه شي زغملی.
نوموړي زياته کړې، د خلکو ازادۍ بښونکی پوځ به د تایوان د بیلتون غوښتونکو د هر ډول فعاليتونو پر وړاندې ځوابي بريدونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)