روسي ځواکونو د اوکراين د انرژۍ پر تجهيزاتو بريدونه کړي
CMG2024/04/12 10:58:37
شريکول:

د اوکراين د هوايي ځواکونو قوماندان ميکولا اولېشچوک د اپريل په ۱۱مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې روسي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د بېپيلوټه الوتکو او توغنديو له لارې د اوکراين پر څو سیمو بريدونه کړي دي.

د اوکراين د انرژۍ وزير هيرمن هالوسچېنکو په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې روسي ځواکونو په خارکوف،‌ زاپورژيا، لويف او کيف کې پر برېښنايي تجهيزاتو هوايي بريدونه کړي دي.

 د روسيې ملي دفاع وزارت د اپريل په ۱۱مې نېټې خبر ورکړی، چې اوکراين غواړي د دې هېواد د نفتو،‌ طبيعي ګازو او انرژۍ تجهيزاتو ته زيانونه ورسوي، نو روسي ځواکونو يې په غبرګون کې د همدې ورځې په سهار د هوا او سمندر له لارې د اوکراين د انرژۍ پر تجهيزاتو ډله ييز بریدونه کړي دي.