د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۲مې نېټې په ماسپيښين د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د سورينام له ولسمشر چاندريکاپيرساد سانتوخي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو په اړيکو ورسره غږیدلی دی.
ولسمشر سانتوخي د اپرېل په ۱۱مې نېټې د دولت رئيس شي جين پينګ په رسمي بلنې په اووه ورځني سفر چين ته تللی دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند خبري رسنيو ته ويلي، چې سږ کال د چين او سورينام ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو همکاريو د ټينګېدو پنځمه کاليزه ده او بېجينګ د ولسمشر سانتوخي کوربه دی.
نوموړي د ولسمشر سانتوخي روان سفر د دواړو خواوو د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګټور بللی دی.
(ژباړه: شکريه)