چين د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ د امنیت په پار د اټومي‌ انرژۍ نړيوال سازمان له هڅو ملاتړ کوي
CMG2024/04/12 10:45:52
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان د شورا ځانګړې غونډه ترسره کړې او پر زاپورژيا اټومي برېښناکوټ د بې پيلوټه الوتکو د برید په اړه يې بحث کړی دی.

 د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان کې د چين دايمي استازي لي سونګ یادې غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د اټومي تجهيزاتو د امنيت د تضمين په برخه کې د دغه سازمان له رغنده رول ملاتړ کوي او د شخړې ښکېلې خواوې بايد سړه سېنه وساتي او د اټومي تجهيزاتو د امنيت لپاره باید هېڅ خطرناک عمليات ترسره نه کړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې د روسیې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو مذاکراتو لپاره هڅې وکړي او د دې برېښناکوټ د امنيت مسئله دې له ريښې حل کړي.

نوموړي زياته کړې، د شخړې ښېکل لوري دې د اټومي امنیت تړون په شمول اړوند نړيوال قوانين مراعات کړي او د ناڅاپي پېښو مخه دې ونيسي.