امنيت شورا د نړۍ مرکزي پخلنځي د کارکوونکو پر وژنې سخته اندېښنه وښوده
CMG2024/04/12 10:17:24
شريکول:

د نړۍ مرکزي پخلنځي (World Central Kitchen)۷ کارکوونکي څو ورځې مخکې په غزې تړانګې کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اپريل په ۱۱مې نېټې په يوې اعلاميې کې د يادو کسانو پر وژل کېدو سخته اندېښنه څرګنده کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې پر مرستندويه کارکوونکو بریدکوونکي باید حساب ورکړي او اسرائيل بايد د ياد بريد په اړه هراړخيزه څېړنه وکړي او پايله يې ورسره شريکه کړي.

 په اعلاميې کې پر دې ټينګار شوی، چې د دغه بريد په اړه باید شفافه او بشپړه پلټنه ترسره شي او نتيجه یې بايد له نړيوالې ټولنې سره شريکه شي.