په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د اپريل په ۱۱مې نېټې په امنيت شورا کې د اوکراين مسئلې په اړه ويلي، چې په سياسي لارې کېدای شي، چې د اوکراين کړکېچ پای ته ورسيږي او همدا یې یوازېنۍ د حل لاره بللې ده.
نوموړي ويلي، د اوکراين جنګي اور لا پراخېږي او بشري وضعيت يې نور هم په سختېدو دی او په خبره يې، چين د دغې شخړې په اوږدېدو او لا پېچلي کېدو اندېښمن دی.
چين د اوکراين د شخړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې مخامخ خبرې وکړي، د سياسي حل لپاره لومړی ګام پورته کړي، وضعيت ارام او اوربند ته دې لاره هواره کړي.
ګنګ شوانګ پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د اوکراين شخړې د هواري په موخه فعال منځګړيتوب او زياتې هڅې وکړي.