امریکا د چین پر تایوان سیمې پر له پسې وسلې پلوري، چې دغه عمل یې د یو چین پېژندنې له اصل او د چین او امریکې له درېیو ګډو اعلامیو سره په ټکر دی.
واشنګټن د چین په کورنیو چارو کې سختې لاسوهنې کوي او حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته يې زيانونه رسوي.
بېجینګ د بهرنیو لاسوهنې ضد د چین ولسي جمهوریت د بندیزونو د قانون له مخې پرېکړه کړې، چې د امریکې پر جي اې ـ اې اېس ايي(GA-ASI) شرکت او جي ډي اېل اېس(GDLS) شرکت بندیزونه ولګوي:
۱ـ چین د دغو دواړو شرکتونو د منقولې او غیرمنقولې شتمنۍ په شمول هر ډول شتمنۍ ګنګل کړې دي.
۲ـ چين د یادو دواړو شرکتونو پر لوړپوړو چارواکو د وېزو بنديز لګولی او دوی چين ته د تګ اجازه نه لري.
چين دغه پرېکړه د اپرېل په ۱۱مې نېټې تطبیق کړې ده.