د چین د ملي دفاع وزارت وياند وو چيان د اپريل په ۱۲مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين په جنوبي سمندرګي کې قانوني فعاليتونه ترسره کوي.
فيليپين په دې وروستيو کې له یوې خوا د بهرنیو هېوادونو په لمسون د چین د نان شان اړوندو ټاپوګانو او پرښو ته داخليږي او له بلې خوا پر چين تورنونه لګوي، چې کوچنی هېواد ځوروي.
وو چيان ويلي، چين د فيليپين له يادو کړنو سره کلک مخالفت کوي او هېواد يې هیڅ کوم کوچنی هېواد نه دی ځورولی او نه به هم د فيليپين پر غیر قانوني کړنو چوپه خوله پاتې شي.
نوموړي ويلي، چيني ځواکونه به د ملي حاکميت د خونديتوب په پار تدبيرونه ونيسي.