اسرائیلي پوځ: د ایران او نورو جبهو وضعیت له نږدې څارو
CMG2024/04/13 10:27:28
شريکول:

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو د اپرېل په ۱۲ مه د غزې په تړانګې کې پر ډېرو ځایونو پوځي حملو ته دوام ورکړ، چې له امله یې په سلګونو تنو ته مرګژوبله واوښته.  د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د روانې میاشتې په ١٢مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيلي پوځ د غزې په مرکزي سيمه کې د فلسطين د حماس او نورو وسله والو پر ضد دقيقو بريدونو ته دوام ورکړی دی. تېره ورځ هم اسرائيلي پوځ په دغه سيمه کې ګڼ شمېر وسله وال وژلي او په ګڼو پوځي پوستو يې هم بريدونه کړي دي. پر دې سربېره، د اسرائیلو هوايي ځواکونو هم د غزې په تړانګه کې پر څه باندې ۶۰ هدفونو بریدونه کړي دي. د غزې تړانګې د روغتيا څانګې په ١٢مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو د پوځي عملياتو په نتيجه کې ۸۹ تنه وژل شوي او ۱۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو لوی درستيز هيزي حلوي د روانې میاشتې په ۱۲مه وويل، چې د اسرائيلو پوځ هر ډول حالاتو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه چې د اسرائیلو پوځ د ایران او نورو جبهو حالات له نږدې څاري او له موجودو او احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د امریکا له پوځ سره همغږي او همکارۍ ته چمتو دی.  

په عین وخت کې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ په موقتي سرحدي سیمو کې شخړې دوام لري. د لبنان حزب الله د روانې  میاشتې په ۱۲مه اعلان وکړ، چې په همدې ورځ د ګولان په لوړو کې د اسرائیلو د توپخانې پر پوستو لسګونه توغندي توغولي دي. حزب الله ویلي، چې دا برید یې د لبنان په جنوب کې پر کلیو او ښارګوټو د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې کړی دی. د دې ترڅنګ، د عراقي ملېشو "اسلامي مقاومت ډلې" د ١٢مې نېټې په شپه په يوه اعلاميه کې وويل، چې که امريکا او اسرائيل په عراق، ايران، سوريې، لبنان، يمن او نورو هېوادونو کې هر ډول "احمقانه چلند" وکړي، نو د اسلامي مقاومت ډله به په مستقيم ډول غبرګون  وښیي او امريکا ته به په بشپړه توګه حساب ورکړي.

اوس هم په غزه کې بشري ناورین دوام لري. د څو هېوادونو ملي ځواکونو او خیریه سازمانونو په دې وروستیو کې د مختلفو میتودونو له لارې د غزې تړانګې ته مرستندویه توکي برابر کړي او اړوند هېوادونه هم د اوربند لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکوي.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت د اپرېل په ١٢مه وويل، چې د متحده عربي اماراتو او مصر د هوايي ځواکونو ۵ الوتکو په همدې ورځ غزې تړانګې ته د خوراکي توکو او جامو په ګډون ٨٧ ټنه بشري توکي ولېږدول. د روان کال په فبرورۍ کې د متحده عربي اماراتو او مصر هوايي ځواکونو غزې تړانګې ته د بشردوستانه مرستندویه توکو د لېږلو  لړۍ پیل کړه او تر اوسه يې په ټولیزه توګه ۲۰۲۵ ټنه مرستندویه توکي  وراستولي دي.  

د فلسطين ولسمشر محمود عباس د روانې مياشتې په ١٢مه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د سيمه ييزو حالاتو په اړه ټيلېفوني خبرې وکړې. عباس د غزې په تړانګه کې د جګړې د سمدستي ختمولو، غزې ته د بشري او طبي مرستو د ننوتلو د چټکتیا، د خلکو د زیات بې ځایه کېدو او د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د حالاتو د خرابېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ. د اردن د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سفادي د روانې میاشتې په ١٢مه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره ټيلېفوني خبرې وکړې او دواړو خواوو په غزې تړانګه کې د اوربند پر هڅو تمرکز وکړ. 

په ځايي وخت د اپرېل په ۱۲مه د هسپانيا او ناروې لومړيو وزیرانو يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د فلسطين د دولت په رسميت پېژندلو موافقې ته ورسېدل. په اعلامیه کې یې په غزې تړانګه کې د اسرائیلو کړنې وغندلې، د دواړو خواوو ترمنځ د سمدستي اوربند، او د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د دوه اړخیزې تسلیمۍ پر بنسټ ژر تر ژره حل لارې ته د رسېدو غوښتنه  وشوه.