شي جين پينګ پيټر پېلېګريني ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/04/13 10:27:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۱مه د سلواکي نوي ولسمشر پيټر پيليګريني ته د مبارکۍ پيغام  ولېږه.

شي جين پينګ ويلي، چې د چين او سلواکي تر منځ دوستي اوږد تاريخ لري. د چين او سلواکي تر منځ اړيکې ښه پرمختګ ساتلی او  په بېلا بېلو برخو کې پراخې همکارۍ شتون لري. سږ کال د چين او سلواکي ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی او د  خپلمنځيو اړيکو د  پرمختګ نوي او مهم فرصتونه رامنځته کېږي.

شي جين پينګ ويلي، چې زه د چين او سلواکي تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم، غواړم له ولسمشر پيټر پيليګريني سره يو ځای د خپلمنځۍ دوديزې دوستۍ او سياسي متقابل باور د ژورتيا، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د چين او منځني ختيځ اروپايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړم، تر څو خپلمنځي اړيکې لوړې کچې ته  ورسیږي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټه ورسوي.