په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اپريل په ۱۲مه په امنيت شورا کې اوکراين ته د وسلو د ورکولو په اړوند بحث کې وویل ، چې د اوکراين بحران ښکېلې خواوې بايد د ډيپلوماسۍ له لارې د اوربند لپاره هڅه وکړي، څو بحران يې ژر تر ژره په سياسي توګه حل شي.
نوموړي زیاته کړه ، چې هېواد يې د اوکراين په مسئله کې په تلپاتی او څرګند ډول سوله ييزو مذاکراتو ته وده ورکوي او غواړي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو مذاکراتو لپاره ضروري شرايط برابر کړي او د دې بحران د چټک سياسي حل لپاره دوامداره هڅه وکړي.