د نړيوال پولي صندوق د اجرائيوي بورډ همغږي کوونکي د اپريل په ۱۲مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه صندوق اوسنۍ مشره کريستالينا ګيورګيوا يو ځل بيا د دې صندوق د مشرې په توګه وټاکل شوه او د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه به خپله دوهمه پنځه کلنه دوره پيل کړي.