په اسرائيلو کې د امريکا سفارت په ځايي وخت د اپرېل په ۱۴مه نېټه خپله امنيتي خبرتيا تازه کړه او ويې ويل چې د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو د بريدونو ګواښ کم شوی دی.
په همدې ورځ د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري وویل چې د دغه هېواد پوځي عملیات پای ته رسېدلي، خو وسله وال ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي. که اسرائیل یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، د ایران راتلونکی ځواب به نور هم سخت او ستر وي.