د چين په هاربين ښار کې د ۲۰۲۵م کال لپاره د ۹مې دورې د اسيا د ژمنيو لوبو له پيل څخه د ۳۰۰ ورځې مخکې د هرکلي فعاليت د اپرېل په ۱۳مه نېټه د هاربين په تياتر کې تر سره شوی.
د ۹مې دورې د اسيا د ژمنيو لوبو د تنظیم کمېټې مرستيال، د چين د کمونېست ګوند د هاربين ښار د کمېټې مرستيال منشي او د هاربين ښاروال جانګ چي شيانګ د اسيا ۴۵ هېوادونو او سيمو ته بلنه ورکړې.
اوسمهال د ۹مې دورې د اسيا د ژمنيو لوبو د چمتوالي کارونه راون دي.