امریکا، جاپان او فیلیپین په جنوبي سمندرګي کې ګډوډي رامنځه کوي
CMG2024/04/14 10:50:29
شريکول:

د امريکا، جاپان او فليپين مشرانو په ځايي وخت د اپرېل په ۱۱مه نېټه په واشنګټن کې خپله لومړۍ درې اړخيزه غونډه وکړه. له غونډې وروسته، درې واړو خواوو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې ادعا یې وکړه چې "د هند او ارام سمندر سیمې او نړۍ امنیت او سوکالۍ" ته وده ورکولو لپاره دفاعي همکارۍ پیاوړې کړي. دوی "په یو اړخیزه توګه د پوځي ځواک له لارې د وضعیت د بدلولو" لپاره په چین نیوکه وکړه او په جنوبي او  ختیځ سمندرګي کې د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره د چین د اقداماتو په اړه "اندیښنه" څرګنده کړه.

په تېرو څو کلونو کې، امريکا څو څو ځلې د چين په نښه کولو لپاره کوچنۍ حلقې جوړې کړې دي. د مثال په توګه، په  ۲۰۱۷م کال کې، امریکا له جاپان، هند، او استرالیا سره د څلور اړخیز امنیت ډیالوګ(QUAD)او په ۲۰۲۱م کال کې یې له بريتانیا او استرالیا سره د درې اړخیز امنیتي همکاریزې اړیکې (AUKUS) تاسیس کړ. د دې ډلو اصلي موخه دا ده چې له سړې جګړې فکر سره په ډله ایز سیاست کې ښکیل، د احتمالي سیالانو مخه ونیول او په نړۍ کې د امریکا تسلط وساتل شي.

شنونکي دې ته اشاره کړې چې د فلیپین لپاره د امریکا ملاتړ په جنوبي سمندر کې د ناکرارۍ د رامنځته کولو موخه څرګندوي. د فیلیپین پخواني ولسمشر رودریګو دوتیرتي په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې وویل چې " جنوبي سمندرګي پخوا سوله ییزه وه، خو د امریکایانو له راتګ وروسته له شخړو ډکه شوه."

امریکا هیله لري چې د سیمې څخه بهر د لویو قدرتونو څخه امنیتي او نظامي ملاتړ ترلاسه کړي، او په اقتصادي برخه کې یې ګټې شریکې کړي. اقتصادي همکاري د امریکا لخوا فیلیپین ته یو بل ګوزار دی. امریکا، جاپان او فیلیپین د ګډېاعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې تش په نامه د "لوزون اقتصادي دهلیز" به وکارول شي. سربیره پردې، امریکا او جاپان هم هڅه وکړه چې فيلیپین تش په نامه د "کاني امنیت ملګرتیا" سره یوځای شي. دا لیدل کیدای شي چې امریکا هڅه کوي چې د سیمه يیزې صنعتي سلسلې بیارغونه وکړي ترڅو د چین د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.

د امریکا، جاپان او فیلیپین تر درې اړخیزې سرمشریزې مخکې، ګڼ شمېر مظاهره کوونکي د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو. دوی شعارونه ورکول لکه " امریکا ته د مارکوس سفر ته ښه راغلاست نه دی" او "فلپین مه پلورئ." دوی په دې درې اړخیزې سرمشریزې نیوکه وکړه چې امریکا غواړي په اسیا او ارام سمندر سیمې کې له چین سره د مقابلې لپاره فلپین وکاروي او په فیلیپین یې غږ وکړ چې د خپل حاکمیت ساتنه وکړي. د فليپين د اسيايي پېړۍ د ستراتيژيکو څېړنو د انستيتوت مرستيالې انا مارينبرګ-اوی دې ته اشاره وکړه چې امريکا او جاپان د جنوبي سمندرګي په مسئلې کې ښکېل نه دي او بايد د جنوبي سمندرګي په مسئله کې لاسوهنه ونه کړي. د امريکا، جاپان او فليپين درې اړخيزه سرمشریزه او د دوی سړې جګړې ذهنيت به د همکارۍ پر ځای مقابله نوره هم پياوړې کړي او په جنوبي سمندرګي کې کړکېچ لا پسې زيات کړي.

د جنوبي سمندرګي ټاپوګان د چین خاورې دي او په جنوبي سمندرګي کې د چین ځمکني حاکمیت او سمندري حقونه کافي تاریخي او قانوني اساس لري. په دې وروستیو کلونو کې، چين په فعاله توګه له فليپين سره بحث کړی چې د دواړو خواوو د اصولي دريځونو سره جوړجاړی پرته په مؤثره توګه د ژن ای کرښې  اوسنی حالات کنټرول کړي. له دې امله چې دواړو خواوو اړوند یادداښت لاسلیک کړی نو په تېرو څو کلونو کې د ژن ای کرښې سیمې حالات باثباته پاتې شوي دي. خو له هغه وخته چې د فیلیپین نوی حکومت واک ته ورسېد، دا د دواړو خواوو لخوا د شوي تفاهم له مخې پریښودل شوي، چې په پایله کې یې د جنوبي سمندرګي کې تازه کړکیچ رامنځته شوی. چين بايد د خپل ځمکني حاکميت او د سمندري حقوقو او ګټو د ساتنې لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

چين تل د خبرو اترو له لارې د ځمکنۍ بشپړتيا د شخړو د سوله ييز حل پلوي کوي، خو دا په دې مانا نه ده چې د يو شمېر هېوادونو له خوا غير معقول ستونزې به ونه زغمي.  امریکا، جاپان او فیلیپین د اوسنيو حالاتو پر خلاف روان دي او سیمې ته "امنیت او سوکالي" نه راوړي، بلکې تقابل او ګواښونه رامنځته کوي.