ايران د اسرائيلو پر هدفونو د توغنيدو او بې پيلوټه الوتکو د بريدونو اعلان وکړ
CMG2024/04/14 10:27:11
شريکول:

د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ د اپريل د ۱۴مې نېټې په سهار وختي د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو پر هدفونو د لسګونو توغنديو د ويشتلو او بې پيلوټه الوتکو د بريدونو اعلان وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د دغې اعلاميې په قول خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اسلامي انقلاب ګارډ هوايي ځواکونو د فلسطين په اشغال شويو سيمو کې د اسراییلو پر هدفونو لسګونه توغندي ویشتلي او بې پيلوټه الوتکو بريدونه يې کړي دي. سرچينې ويلي چې ايران د اسرائيلو د زياتو جرمونو په ځواب کې دغه بريدونه تر سره کړي، مثلا د اپريل په لومړۍ نېټه اسرائيلو په سوريه کې د ایران د سفارت پر يوې  ودانۍ بريد وکړ.