د چين د مصرفي توکو څلورم نړيوال نندارتون په های نان ولايت کې روان دی
CMG2024/04/14 10:44:31
شريکول:

د چين د مصرفي توکو څلورم نړيوال نندارتون يعنې د نړيوالو مصرفونو د نوښت يو لړ فعاليتونه د اپريل په ۱۳مه نېټه د های نان ولايت په های کو ښار کې تر سره شوي، چې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال رئيس پنګ چينګ هوا په کې ګډون وکړ.

پنګ چينګ هوا دې ته اشارې کړې، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د مصرفي توکو لومړۍ نړيوال نندارتون ته د مبارکي پيغام ليږلی او پکې يې روښانه کړې، چې دغه نندارتون د ښو نړيوالو مصرفونکو توکو د ښودلو او معاملو ډګر ګڼل کېږي، چې د بېلا بېلو هېوادونو لپاره د چيني بازار د فرصتونو د شريکولو، د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې او پرمختګ او نړۍ ته د لا زياتو چيني ښو توليداتو د برابرولو لپاره ګټور دی. له درېيو کلونو راهیسې د دغه نندارتون پيمانه، کيفيت او اغيزه په پر له پسي ډول لوړه شوې ده.