پر اسرائیلو د ایران د پوځي بریدونو په اړه د بېجینګ غبرګون
CMG2024/04/14 14:23:49
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند د اپريل په ۱۴مه نېټه پر اسرائيلو د ايران د پوځي بريدونو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چين د اوسنيو حالاتو د سختېدو په اړه ژوره اندېښنه لري او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتي چې له زغمه کار واخلي تر څو د تاوتريخوالي د لا زياتېدو مخه ونيول شي. د نښتې دغه پړاو په غزه کې د جګړې د پراخېدو پايله ده. تر ټولو مهم کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۸م پریکړه لیک په اغیزمنه توګه پلي کول او په غزه کې ژر تر ژره جګړه بندول دي. چين له نړيوالې ټولنې په تېره بيا له اغېزمنو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره رغنده رول ولوبوي.