امريکايي رسنۍ: بايډن د ايران پر وړاندې د اسرائيل له ځوابي بريد سره مخالفت کړی
CMG2024/04/15 10:39:53
شريکول:

د امريکا ولسمشر جو بايډن د اپريل په ۱۳مې نېټې د اسرائيل له صدراعظم بجيامين نيتانياهو سره ټليفونې خبرو کې ويلي، چې هېواد يې نه غواړي، د ايران پر وړاندې د اسرائيل په ځوابي بريد کې برخه واخلي او مخالفت يې ورسره ښودلی دی.

د امريکا اکسيوس رسنۍ د سپينې ماڼۍ د يو لوړ پوړي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې بايډن نيتانياهو ته ويلي، د اسرائيل، امريکا او د ځينو نورو هېوادونو په ګډو هلو ځلو د ايران بريد ناکام شوی دی.
بایډن له نیتانياهو څخه غوښتي، چې زغم ولري او پر ايران دې بريد نه ترسره کوي او نيتانياهو يې هم وړانديز منلی دی.

بايډن زياته کړې، ايران امريکايي ځواکونه او تاسيسات نه دي په نښه کړي او په خبره یې، امريکاي ځواکونه به د ځان ساتلو په پار اړين تدبیرونه ونيسي.