لاوروف او عبداللهيان د منځني ختيځ پر حالاتو ټليفونې خبرې کړي
CMG2024/04/15 10:37:30
شريکول:

د روسیې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د اپريل په ۱۴مې نېټې ټليفونې خبرو کې د منځني ختيځ د حالاتو په اړه بحث کړی دی.

د روسیې بهرنيو چارو وزارت پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې لاوروف په همدې ورځ په بلنې له خپل ايراني سیال عبداللهيان سره ټليفونې خبرې کړې دي.

خبر وايي، عبداللهيان سیرګي لاوروف ته په سوريې کې د ايران پر سفارت د اسرائيلو د اپريل د لومړۍ نېټې د بريد په غبرګون کې د ځوابي بريد په اړه معلومات ورکړي دي.

دواړو سیالانو پر دې ټينګار کړی، چې په غزې تړانګې کې بايد سمدستي اوربند رامنځته او بيړنۍ بشري مسئلې حل شي او د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د روانې شخړې د حل لپاره باید د ملګرو ملتونو د اړوندو پريکړه ليکونو له مخې د خبرو اترو ګټور شرايط برابر شي.