چین د ايران او اسرائيل د شخړو له ښکېلو خواوو څخه د سړې سينې د ساتنې غوښتنه کوي
CMG2024/04/15 19:05:35
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۱۵مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړې. په دې غونډې کې خبريال ورڅخه پوښتنه کړې،‌ که اسرائيل پر ايران بريد ته دوام ورکړي او د جکړې پيمانه نوره پراخه شي،‌ نو چين په دې شخړو کې د ښکېلېدو انديښنه لري که نه؟

لين جيان يادې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې هېواد يې له ښکېلو خواوو څخه غواړي، چې له زغمه کار واخلي تر څو د تاوتريخوالي د لا زياتېدو مخه ونيول شي.