په افغانستان کې سيلابونو ۶۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2024/04/15 10:36:28
شريکول:

د افغانستان د طبيعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند ملا جانان سایق د اپرېل په ۱۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد په ډېرو ولايتونو کې له دوو ورځو راهيسې سخت بارانونه اوري، چې له امله يې په ډېری سیمو کې سيلابونه را وتلي دي.

جانان سایق ويلي، د افغانستان د پلازمېنې کابل، پروان او ارزګان په شمول ګڼو ولايتونو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه را وتلي، چې له امله یې ۳۳ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي ويلي، چې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې اوسنيو ورښتونو او سیلابونو ۶۰۰ کورونه هم ويجاړ کړي دي.

د جانان سایق په وينا، ژغورونکو ډلو او خېريه بنسټونو د هېواد د سيلاب ځپلو سیمو شاوخوا ۲۳۰۰۰ کورونو ته بشري مرستې رسولي او د ژغورنې او مرستو چارې يې اوس هم روانې دي.