د جي ۷ هیوادونو مشرانو د اپرېل په ۱۴مې نېټې ویډیويي غونډه ترسره کړې او په ډیپلوماتیکو لارو چارو يې د ایران او اسرائیل ترمنځ د روان تاوتريخوالي د حل غوښتنه کړې ده.
جي ۷ هېوادونو پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې زغم وساتي او د تاو تریخوالي د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي.
دغه غونډه د ایټالیې د لومړۍ وزیرې جیوجیه میلوني په غوښتنه رابلل شوې وه.
د جي ۷ هېوادونو مشرانو په يوې ګډې اعلامیې کې ویلي، چې دوی به په منځني ختیځ کې د وضعیت د ښه والي او ثبات په پار هڅې وکړي څو د بیا تاوتريخوالي مخنيوی وشي.