چين د امنیت شورا د اسرائيل او ايران د شخړې بېړنۍ غونډې کې د حالاتو د بيا ترينګلتيا د مخنيوي غوښتنه کړې
CMG2024/04/15 10:52:18
شريکول:

 

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اپريل په ۱۴مې نېټې د اسرائيل په غوښتنه د ايران د پوځي بريد په اړه بيړنۍ غونډه  ترسره کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بين دغې غونډې ته په وينا کې ويلي، د اپريل په لومړۍ نېټې په سوريه کې د ايران پر سفارت د هوايي بريد له امله څو ايرانيانو ته مرګژوبله اوښتې او د سفارت ودانۍ يې هم سخته ويجاړه شوې ده.

نوموړي دغه پېښه د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوال قانون څخه جدي سرغړونه ياده کړې او نه يوازې د سوريې، بلکې د ايران پر ملي حاکميت يې تېری بللی دی.

دای بين ويلي، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونيو ګوټرېش تازه د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې د پېښې خبر ورکړی او چين پرې ژوره اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ويلي، ايران خپل پوځي عمليات د اسرائيل ياد بريد ته ځوابي اقدام بللی او مسئله يې حل شوې ده.

دای بين پر اړوندو خواوو غږ کړی، چې تر وسې پورې صبر او زغم وساتي، د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون په رڼا کې دې توپيرونه او شخړې حل کړي او د حالاتو د بيا ترينګلتيا مخه دې ونيسي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې حقيقتونه يو ځل بيا دا ثابتوي، د فلسطين مسئله د منځني ختيځ د مسئلو د حل کيلي ده او د دغې سيمې پر سولې او ثبات پورې تړاو لري. که په غزه کې جنګي اور بيا دوام وکړي، نو منفي اغېزې به یې خامخا پر سيمې خوريږي.

دای بين د اوس لپاره بيړنۍ دنده د امنيت شورا د ۲۷۲۸م پرېکړه ليک پلي کول او په غزه کې اوربند ياد کړی او د مسئلې اساسي لار يې د دوو هېوادونو لايحې پلي کېدل او د فلسطين او اسرائيل د دوامدارو شخړو حل ښودلی دی.

نوموړي د چين په استازيتوب له نړيوالې ټولنې او په تېره بيا له اغېزناکو هېوادونو غوښتي، چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره رغنده رول ولوبوي.

( سپوږمۍ)