د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۵م نندارتون پرانيستل شو
CMG2024/04/15 15:19:47
شريکول:

د چين د وارداتو او صادراتو ۱۳۵م نندارتون د اپريل په ۱۵ مې نېټې د دغه هېواد په ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو.

دغه نندارتون، چې ((د باکيفيته پرمختګ لپاره خدمت او د لوړې سويې ورخلاصون هڅونه)) په عنوان ترسره کيږي، په درېيو پړاوونو ويشل کېږي او هر پړاو به يې ۵ ورځې دوام ولري.

د نندارتون په لومړي پړاو کې پر عصري تخنيکونو سمبال تجارتي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د روان نندارتون عمومي مساحت يو ميليون او ۵۵۰ زره مربع متره، د نندارځيو شمېر يې ۵۵ او د غرفو شمېر يې ۷۴ زره ښودل شوی، چې ۲۹ زره تصدۍ به پکې خپل توليدات نندارې او پلور ته وړاندې کړي.

د اپریل د ۱۴ مې نېټې د ماسپښين تر دوو بجو پورې، د ۲۱۵ هېوادونو او سيمو ۱۴۹ زرو بهرنيو سوداګرو په دغه نندارتون کې د پېر او پلور  لپاره نومونه ثبت کړي، چې د تېر کال د نندارتون په پرتله ٪ ۱۷.۴ زياتوالی ښيي.