د چينا ريلوۍ ايکسپرېس ټولټال ۸۷ زره اورګاډيو د چين او اروپا ترمنځې تګ راتګ کړی
CMG2024/04/15 14:15:22
شريکول:

د چين د رېل پټلۍ ګروپ د اپریل په ۱۴مې نېټې خبري رسنیو ته ویلي، چې د روان کال په لومړيو درېیو میاشتو کې د چينا ريلوۍ ايکسپرېس(CHINA RAILWAY Express) ۴۵۴۱ باروړونکو اورګاډيو د چين، اروپا او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کړی او شاوخوا ۴۹۳ زره معياري کانټينرونه يې ليږدولي دي، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ٪۹ او ٪۱۰ زياتوالی ښيي.

 د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر پایه پورې، د چين، اروپا او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ هېوادونو ترمنځ کابو ۸۷ زرو باروړونکو اورګاډو تګ راتګ کړی او د چين اورګاډيو د اروپا د ۲۵ هېوادونو ۲۲۲ ښارونو ته توکي ليږدولي دي.

د معلوماتو له مخې، د چین اړوندو څانګو لا زياتو هېوادونو او ښارونو ته د باروړونکو اورګاډو د لېږد هڅې کړي او د دغه هېواد له شي ان، چونګ چینګ، یی وو څخه د ګرجستان پوتي او د ترکیې استانبول ته غځېدلې جنوبي لارې يې ازمویلې دي.

د روان کال په لومړيو ۳ مياشتو کې د چينا ريلوۍ اکيسپرېس ۶ بار وړونکو اورګاډيو پر جنوبي لارو تګ راتګ کړی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰۰ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه راز د چین له هاربين څخه د هالنډ تر تيلبورګ او د چین له شيجياجوانګ څخه د سربيا تر بلګراد پورې د باروړونکو اورګاډيو د تګ راتګ پيل د چين د بېلا بېلو سيمو او اروپايي هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ ته اسانتیاوې برابرې کړې دي.