په پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۳۰ کسان وژل شوي
CMG2024/04/15 15:29:35
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اپريل په ۱۴مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د سختو بارانونو له امله سيلابونه را منځته شوي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې يوه مسؤل محمد عمر خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د پنجاب ايالت په ډېرو سیمو کې سخت ورښتونه شوي او لږ تر لږه ۱۷ کسان يې وژلي او ۶ نور يې ټپيان کړي دي.

عمر ويلي، په بلوچستان ایالت کې سختو بارانونو او سيلابونو اته کسان او په خيبر پښتونخوا کې يې لږ تر لږه ۵ کسان وژلي دي.

نوموړي ويلي، په ځينو سیمو کې د بارانونو او سيلابونو له امله کورونه او سړکونه هم ويجاړ شوي او د پاکستان پوځ، حکومت او ژغورونکې ډلې په سيلاب ځپلو سيمو کې د ژغورنې په چارو بوخت دي.