د انتيګوا او باربودا صدر اعظم ګاستون بروني څو ورځې مخکې په بېجينګ کې له چين ميډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې ده.
نوموړی د لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو لومړی دولتي مشر دی، چې په روان کال کې چين ته په سفر تللی دی.
هغه په بېجينګ کې د خپل هېواد د سفارت د پرانيستلو عيني شاهد و او د يادې ځانګړې مرکې په ترڅ کې يې ويلي، چې تايوان د چين يو ولايت دی او د يو چين پېژندنې پر اصل يې ټينګار کړی دی.
نوموړي د چيني سيلانيانو هرکلی کړی، چې د کارابين ټاپوګانو ته سفر وکړي او هلته ځانګړي دودونه تجربه کړي.
( سپوږمۍ)