چين يوه سپوږمکۍ فضا ته ولېږله
CMG2024/04/15 15:27:49
شريکول:

چين د اپريل په ۱۵ مې نېټې د سي زېډـ۲ ډي(CZ-2D) راکټ په وسیله يوه سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.

چين دغه سپوږمکۍ د ډي ګاوجينګ۳ـ۰۱۴(4D Gaojing3-01) په نوم نومولې، چې په عمده توګه د ډيجيټل کرنې، د ښارونو د معلوماتي ماډلونو او د درې ډي نقشې د جوړولو په برخو کې کارول کيږي او دغه راز د قلمرو د اندازې او د نقشې انځورولو، د ناورينونو د مخنيوي او کمولو، د سمندري چارو د نظارت په شمول ځينو نورو برخو کې هم ورڅخه ګټې اخيستل کيږي.