چين او جرمني په کومو لارو چارو د خپل پرمختګ لوری بدلولی شي؟
CMG2024/04/15 15:38:29
شريکول:

د جرمني صدراعظم اولاف شولز د يو سوداګريز پلاوي په مشرۍ چين ته سفر کوي او د دواړو هېوادونو د همکاريو نوې پاڼه به پرانيزي.

نوموړی داسې مهال چين ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو پر هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو لس کاله اوښتې دي.

د جرمني د اوږدمهاله پرمختګ انسټيټيوټ مشر سټېفن کلينګبيل د دواړو هېوادونو د مالي همکاریو فورم ته په وينا کې د چين وړانديزونه د پرمختيايي‌ هېوادونو لپاره ګټور بللي دي.

د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز مرستيال مشر جو مين ياد فورم ته په وينا کې ويلي، چې چين او جرمني دې له پرمختيايي هېوادونو سره د نويو تخنيکونو تجربې شريکې کړي او زرغونو همکاريو ته دې وده ورکړي.

چين او جرمني په کومو لارو چارو د خپل پرمختګ لوری بدلولی شي؟