د تمدنونو د تبادلې نړيوال سمينار د يونيسکو په عمومي مقر کې ترسره شو
CMG2024/04/16 11:59:08
شريکول:

د تمدنونو د تبادلې نړيوال سمينار د اپريل په ۱۵مې نېټې د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې د ملګرو ملتونو د يونيسکو په عمومي مقر کې ترسره شو.

چيني او بهرنيو کارپوهانو په دغه سمینار کې د تمدنونو د تبادلې او د انسانانو د ګډو هيلو په عنوان ژور بحثونه کړي دي.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو وزارت مرستيال وزير جانګ جيان چون ياد سمينار ته ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۴م کال په مارچ کې په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان له عمومي مقر څخه لېدنه وکړه او د تمدنونو د تبادلې نظريې په باب يې مهمه وينا کړې وه.

نوموړي ويلي، چين په تېرو لسو کلونو کې د تمدنونو د تبادلې رغنده نظريې عملي کړي، د يونيسکو په شمول له بېلا بېلو خواوو سره يې همکارۍ کړي، يو لړ واقعي لاسته راوړنې لري او د مختلفو تمدنونو تر منځ يې د تګ راتګ او ډيالوګ هڅونه کړې ده.