وانګ يي د ايران له بهرنيو چارو وزير عبداللهيان سره ټليفونې خبرې وکړې
CMG2024/04/16 11:58:11
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د اپريل په ۱۵مې نېټې له خپل ايراني سيال حسين امير عبداللهيان سره په بلنې ټليفونې خبرې کړې دي.

عبداللهيان له نوموړي سره په خبرو کې په سوريې کې د ايران پر سفارت د بريد په تړاو د خپل هېواد دريځ بيان کړی او ويلي يې دي، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغې پيښې ته اړين غبرګون نه دی ښودلی او په خبره يې، تهران د خپل ملي حاکميت د دفاع او د تيري کړنې ته د ځواب ورکولو حق لري.

نوموړي د سيمې حالات ډېر حساس بللي او ويلي یې دي، چې ایران به سړه سینه وساتي او د حالاتو د لا سختوالي نيت نه لري.

وانګ يي ويلي، چين په سوريه کې د ايران پر سفارت شوی بريد سخت غندلی او ايران د دفاع حق پر ځای کړی او محدود عمليات يې ترسره کړي دي.

نوموړي ایران ستایلی، چې د سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو پر وړاندې سخت دريځ نه نیسي او له ګاونډيو هېوادونو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار لري.

وانګ يي باور ښودلی، چې ايران دغه حالات ښه کنټرولولی او د خپل ملي حاکميت او وقار ساتلو په ورته وخت کې د حالاتو د لا سختوالي مخه نيولی شي.