په سوډان کې پر روانې شخړې کال واوښت، خو لا هم په دغې هېواد کې د سولې څرک نه دی لګیدلی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اپريل په ۱۵مې نېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په سوډان کې د اوربند لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
نوموړي د ملګرو ملتونو په مقر کې رسنیو ته ویلي، چې خبرې او سیاسي حل په سوډان کې د روانې شخړې د پای ته رسېدو لپاره یوازينۍ لاره ده او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې سوډان ته د مرستو د برابرولو سربېره، په دغه هېواد کې د اوربند لپاره ګډې هڅې وکړي او د بشپړ سوله ییز بهیر او ډیموکراتیک لیږد ته دې يې زمېنه برابره کړي.