د افغانستان په څو ولایتونو کې د سيلابونو له امله ۵۰ کسان وژل شوي
CMG2024/04/16 10:26:52
شريکول:

د افغانستان د لنډمهالي حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د اپرېل په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې له تېرو ۴ ورځو راهيسې د دغه هېواد په څو ولایتونو کې سخت ورښتونه او سیلابونه رامنځته شوي، چې له امله يې ۵۰ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان شوي دي.

خبر وايي، سختو سیلابونو په ډېرو سیمو کې پراخې کروندې وړي او ځينې کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.