شي جين پينګ د جرمني له لومړي وزیر اولف شولز سره وکتل
CGTN2024/04/16 15:31:17
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اپرېل په ۱۶مې نېټې د پلازمېنې بېجینګ په ملي هوټل کې د جرمني له صدراعظم اولف شولز سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو او یو شمېر نورو موضوعاتو غږیدلي دي.

شي جين پینګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چين او جرمني دې د خپلمنځي اړيکو ټينګښت او حياتي ځواک لوړ کړي او د ګډو همکاريو پر عمومي لوري دې ټینګار ولري او د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاریزو اړیکو موقعيت ته دې دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، هېواد یې د جرمني په اړه ثابتې او لړیزې تګلارې لري او دواړه هېوادونه دې په پراخې سينې خپلمنځي تګ راتګ او متقابل ستراتېژيک باور تقويه کړي.

شي جين پينګ زیاته کړې، د چين او جرمني صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه يو په بل پسې ټينګ تړل شوي او بازارونه يې هم يو له بل سره ژور نښلېدلي دي. دواړه خواوې دې د ګډو ګټو لپاره خپلمنځي همکاريو ته دوام ورکړي او يو بل ته دې د برياليتوب فرصتونه برابر کړي. دواړه هېوادونه دې د پروټېکشنيزم يا د ځاني سوداګرۍ ملاتړې څپې ته هوښيار واوسي او څواړخيزې خپلواکې همکارۍ دې وکړي.

اولف شولز ويلي، اوسمهال د جرمني او چين ترمنځ اړيکې سالم پرمختګ کوي او هېواد یې غواړي اړيکې ورسره نورې پیاوړې کړي، په بېلا بېلو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ او خبرې ژورې او په ښوونيزو او کلتوري برخو کې ورسره د پرسونل تبادلې زياتې کړي.

نوموړي ويلي، هېواد به يې له چين سره د نظريو تبادلې او همغږي تقويه کړي، په ګډو هڅو به د اقليمي بدلون او نورو نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي، څواړخيز نړيوال نظام، نړيواله سوله او پرمختګ به وساتي او د هېوادونو له تقابل سره به مخالفت وکړي.

هغه زیاته کړې، جرمني د اروپايي ټولنې مهم غړی دی او د ځاني سوداګرۍ له حمایت سره مخالفت او د ازادې سوداګرۍ پلوي کوي او د دغې ټولنې او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره به مثبت رول ولوبوي.