اسرائيل: د ايران بريد ته به ځواب ورکوو
CMG2024/04/16 12:00:24
شريکول:

د اسرائيل د پوځ لوی درستيز هيرزي د اپريل په ۱۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونه به یې د ايران د توغنديو او ډرونونو بريد ته ځواب ورکړي.

نوموړي يادې څرګندونې د اسرائيل په جنوب کې د هوايي ځواکونو نيواتيم اډې کې رسنيو ته کړي، خو د بريد په اړه يې مشخص معلومات نه دي ورکړي.

ایران د اپريل د ۱۴مې نېټې په سهار وختي پر اسرائيل د توغنديو او ډرونونو بريد کړی، چې له امله یې د نيوايتم اډې ته هم زيان اوښتی دی.