د چين خارجه وزير په رسمي سفر اندونيزيا، کمبوډيا او نوې پاپوا ګينې ته ځي
CGTN2024/04/16 17:44:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اپريل په ۱۶ مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی، د بهرنيو چارو مرکزي کمېټې د دفتر رئيس او خارجه وزير وانګ يي به د اپريل له ۱۸ مې نېټې څخه تر ۲۳ مې نېټې پورې اندونيزيا، کمبوډيا او نوې پاپوا ګينې ته رسمي سفر وکړي.

نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې د چين او اندونيزيا د لوړپوړي ډديالوګ او همکارۍ ميکانیزم د څلورمې غونډې او د چين او کمبوډيا د حکومتونو ترمنځ د همغږۍ کمېټې د اوومې غونډې مشري وکړي.