د نورو هېوادونو د پرمختګ مخه نيول به د خپل پرمختګ د چټکتيا سبب نه شي
CMG2024/04/16 15:22:59
شريکول:

په وروستيو کې د امريکا په مشرۍ ځینو لوېديځو هېوادونو د چين توليدي وړتيا له ټولنيزو اړتياوو څخه زياته بللې او همداسې يې ويلي چې د چين صنعتي توليدات په تېره بيا  برقي موټرونه، ليتيوم بېټرۍ او د فوټوولټيک(لمریزې انرژي) توليدات په ډېرې ټيټې بیې سره نورو هېوادونو ته صادرېږي چې همدا ښايي د نورو هېوادونو صنعتي پرمختګ او نړيوال اقتصاد ته زيانونه ورسوي، دا بيخي بېځایه تورونه دي

دا حقيقت دی چې امريکا او اروپايي ټولنې له ټولنیزو اړتياوو څخه د توليدي وړتيا زياتوالی داسې تعريف کړی چې د يوه هېواد توليدي وړتيا له کورنيو تقاضا څخه زياته ده، او په همدې پلمه يې پر چين تور لګولی  او دغه کړنه یې له تعصب څخه ډکه ده. د امريکايي بزګرو يوه په پنځمه برخه توليدات چين ته صادرېږي، د انټل، اې اېم ډي(AMD) او انويديا(NVIDIA) شرکتونو ۲۰ سلنه عايدات له چيني بازار څخه دي. تېر کال د المان د موټرو شرکتونو څلور اعشاريه يو میليونه موټرونه توليد کړي چې په دې جمله کې درې اعشاریه يو میليونه موټرونه نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د لوېديځو هېوادونو د استدلال له مخې، ايا دغه توليدات د دغو هېوادونو د توليدي وړتيا له ټولنيزو تقاضا څخه د زیاتېدو له امله نورو هېوادونو ته صادر شوي دي؟ که بېلابېل هېوادونه يوازې خپلې کورنۍ بازاري اړتياوې پوره کړي، نو نړيواله سوداګري به موجوده نه وي.

د نړيوال نورم له مخې غوره تولیدي وړتيا له ټولنیزو اړتياوو څخه زیاته نه بلکې کمه ده. د انرژۍ د نړيوالې ادارې د اټکل له مخې په ۲۰۳۰ کال کې به په ټوله نړۍ کې د برقي موټرو تقاضا ۴۵ میليونو ته ورسېږي چې دغه شمېر د ۲۰۲۲ کال له څلور اعشاريه پنځه ځلې سره به برابر وي. د فوټوولټيکو توليداتو تقاضا به ۸۲۰ ګېګاواټو ته ورسېږي چې دغه رقم د ۲۰۲۲ کال له شاوخوا څلور ځلې سره به برابر وي. اوس په نړۍ کې توليدي وړتيا بازاري اړتياوې نه شي پوره کولی په تېره نړيواله توليدي وړتيا د نوې انرژۍ د توليداتو پر وړاندې د زياتو پرمختيایي هېوادونو اړتياوې نه شي پوره کولی. لوېديځو هېوادونو ويلي چې د چين زياته توليدي وړتيا نړيوال اقتصاد ته زيانونه رسولي.دقیقاً چې دغه ادعا له حقیقت سره اړخ نه لګوي.

چین په وروستيو کلونو کې د پر له پسې تخنيکي نوښت له لارې د ډېر لوی بازار، بشپړ صنعتي سيستم او غني انساني سرچینې په اتکا سره له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د نړۍ ګډې نظريې پلې کړې او نورو هېوادونو ته يې برقي موټرونه، فوتوولټيک توليدات او ليتيوم بيټرۍ صادرې کړې چې نه يوازې عصري تخنيکونه پکې ليدل کېږي بلکې د ښه کيفيت په لرلو سره په نړۍ کې د هرکلي وړ ګرځېدلي دي.

د چين غوره تولیدي وړتيا په دوامداره توګه د بېلا بېلو هېوادونو اړتياوې پوره کړې او له اقليمي بدلون سره د مقابلې او زرغون پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره یې رغنده او ګټور خدمتونه کړي دي. په ورته وخت کې  د امريکا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو د  (zero sum) او د سړې جګړې پر فکرونو ټينګار کړی، د صنعتي تګلارو په جوړولو کې يې له اقتصادي اصولو سره ټکر کړی، په ناوړه توګه يې د تش په نامه د ستونزو د لرې کولو له لارې نړيوال صنعتي او تدارکاتي ځنځيرونو او شبکو کې یې ګډوډۍ رامنځته کړې او صنعتي او اقتصادي مسئلو ته يې سياسي رنګ ورکړی، چې په دې سره یې نه يوازې د خپلو تصديو د پرمختګ مخه نيولې بلکې خپل خلک یې ترې ګټې نه شي اخيستلی.

دا ډېره رښتيا خبره ده چې د امريکا په شمول ځینو لوېديځو هېوادونو کې «د چین پرمختګ» د دوی په ستوني کې يو اغزی بللی دی.

چین په وروستيو کلونو کې د نوې انرژۍ په صنعت کې چټک پرمختګ موندلی چې همدا د امریکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د اندېښنې د لا زياتېدو لامل شوی دی. هغوی وېره لري  چې د چين پرمختيايي سرعت به د دوی په پرتله چټک وي، نو ويې غوښتل چې د چين او نړۍ ترمنځ اقتصادي اړيکې تحريف کړي او پر چين تور ولګوي  څو انحصاري مقام وساتي.

هغوی د خپل پرمختګ د چټکتيا لپاره هڅې ونه کړې بلکې غواړي چې د نورو هېوادونو د مخنيوي له لارې خپل برياليتوب تر لاسه کړي. خو دا هغه څه دي چې بایلونکي کړي یې او هم یې خپل وقار، پرمختګ او نړيوال روښانه راتلونکی له لاسه ور کړی دی.