د سيډني په يوې کليسا کې پر خلکو د چاړې بل بريد وشو
CMG2024/04/16 11:59:45
شريکول:

 

د استراليا پوليسو د اپريل په ۱۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د سيډني په جنوب لوېديځ کې د ويکيلي سيمې په يوې کليسا کې پر خلکو د چاړې بريد  شوی، چې له امله يې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.

د استراليا د نيو ساوت واليز ايالت پوليسو رسنيو ته ويلي، چې ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او د بريد په تړاو يې یو کس نيولی دی.

د سیډني په یو لوی پلورنځي کې د روانې په ۱۳مې د چاړې یوه پېښه شوې وه چې له امله یې ۱۸ تنو ته مرګژوبله اړولې وه.