ايران: د سيمه ييز کړکېچن وضعيت د لا سختېدو موخه نه لرو
CMG2024/04/16 09:52:59
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين عبداللهيان د اپريل په ۱۵مې نېټې له خپلو بريتانوي او اتريشي سيالانو سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، هېواد يې نه غواړي، چې سیمه ييز کړکېچن وضعيت لا خراب شي.

ايراني رسنيو ويلي، چې حسين عبداللهيان د بريتانیې له بهرنيو چارو وزير ډاوېډ کامېرون سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد يې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم پر اسرائيل ځوابي اقدامات غوره کړي او دا یې په سوريه کې د ايران پر سفارت د اسرائیل د اپريل د لومړۍ نېټې برید ته غبرګون بللی دی.