د سږکال په لومړۍ ربعې کې د چين جي ډي پي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۵.۳ زیاتوالی ښيي
CMG2024/04/16 14:28:57
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپريل په ۱۶مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د دغه هېواد د روان کال د لومړۍ ربعې د اقتصادي وضعيت په اړه مالومات ورکړي دي.

مالومات ښيي، د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين جي ډي پي يا د کورني تولید عمومي ارزښت ۲۹ ټريليونو، ۶۲۹ میليارډو او ۹۰۰ میلیونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی او د تېر کال د څلورمې ربعې په پرتله ۱ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.