د رسيپ غړي هېوادونه د چين د مصرفي توکو نړیوال نندارتون کې فعال ګډون لري
CMG2024/04/16 15:02:55
شريکول:

د چين د مصرفي توکو څلورم نړیوال نندارتون د دغه هېواد په های نان ولايت کې روان دی او  د جاپان، کوریا، تايلنډ، اندونيزیا، ماليزيا، ويتنام او استرالیا په شمول د رسيپ (RCEP) د ۱۱ غړيو هېوادونو ۳۱۸ شرکتونو پکې برخه اخيستي او خپل توليدات يې پکې نندارې او پلور ته وړاندې کړي دي.

چین څه باندې يو ميليارډ او ۴۰۰ میليونه نفوس لري، چې پکې تقريباً ۴۰۰ ميليونه کسان یې منځني عايد لرونکي دي، د جي ډي پي يا د کورني تولید د سر ارزښت يې له ۱۲ زرو ډالرو څخه اوښتی او د لګښت په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی پټ توان لرونکی هېواد دی.

د چين د مصرفي توکو د سږني نندارتون ګډونوال شرکتونه په دې اند دي،‌ چې دغه نندارتون د پيمانې، کیفيت، موثريت او اغېزې په برخو کې ډېر پرمختګ کړی او نړۍ ته يې د چين لوی بازار او د ورخلاصون تينګ هو‌ډ ښکاره کړی دی.