وانګ يي د مرکزي افریقا له بهرنیو چارو وزیرې سره وکتل
CMG2024/04/16 11:15:38
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۱۵مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د مرکزي افریقا جمهوریت له بهرنیو چارو وزیرې سیلوې بایپو تيمون سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.

وانګ يي ویلي، چین د مرکزي افریقا جمهوریت ته د ښه دوست او همکار په نظر ګوري او له خپل وضیعت سره سم د پرمختګ له لارې څخه يې ملاتړ کوي.
نوموړي ويلي، هېواد يې غواړي له مرکزي افريقا سره د خپلمنځي ستراتيژيک متقابل اعتماد او دوستانه همکاريو د ژورتيا په پار دوامدار کارونه ترسره کړي.

بایپو تيمون ويلي، د مرکزي افريقا جمهوريت د يو چين پر اصل ټينګار لري او غواړي د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې له چين سره په بېلا بېلو برخو کې دوستانه همکارۍ لا پياوړې کړي.

دواړو خواوو له خبرو وروسته « د درېيو نړيوالو وړاندیزونو د پلي کولو ګډه اعلاميه» هم خپره کړې ده.