بېجینګ: امریکا باید د سایبري مسئلې په اړه پر چین بېځایه تورونه ونه لګوي
CMG2024/04/16 14:51:56
شريکول:

د چین بهرنیو چارو وزارت وياند لین جیان د اپرېل په ۱۵مې نوبتي خبري ناسته ترسره کړې او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي.

د کمپوتري ویروس ضد د بېړنۍ مبارزې په اړه د چین دولتي مرکز په همدې ورځ له ۳۶۰ تخنیکي شرکت سره د (وولټ تایفون – د امریکې پر کانګرېس او خلکو د استخباراتي ادارې جعلي عمل) راپور خپور کړی دی.

واشنګټن له یوې مودې راهیسې پر چین له وولټ تایفون څخه د ملاتړ تورونه لګوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان خبري رسنيو ته د وولټ تایفون په نوم د هيکرانو ‌ډله د کوم هېواد یا سیمې له ملاتړ پرته یوه جرمي ډله یاده کړې ده.

نوموړي ويلي، د امریکې استخباراتي ادارې او د سایبري امنیت شرکت د کانګرېس د بودیجې او حکومتي قرارداد د ترلاسه کولو په موخه خيالي شواهید جوړ کړي او د سایبري برید په پلمه د چین پر حکومت يې بېځایه تورونه لګولي دي.

نوموړي ويلي، ټولو هېوادونو ته مالومه ده، چې امريکا په نړۍ کې د سایبري برید پراخې سرچېنې لري او په انټرنېټي نړۍ کې تر ټولو لوی ګواښ دی، خو واشنګټن بیا برعکس پر بېجينګ تورونه لګوي.

لين جيان زياته کړې، امريکا پر چين بېځايه تورونه لګوي او قانوني حقونو ته يې زيانونه رسوي او له واشنګټنه يې غوښتي، چې سمدستي دغسې تورونو ته د پای ټکی کيږدي.