عراقي ځواکونو د داعش ۵ اورپکي وژلي
CMG2024/04/17 10:05:12
شريکول:

د عراق ځواکونو د اپريل په ۱۶مې نېټې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ يې د دغه هېواد په شمال صلاح الدين ولايت کې د داعش ۵ اورپکي وژلي دي.

د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، هوايي ځواکونو يې په صلاح الدين ولايت کې د داعشي اورپکو پر يو پټنځای هوايي بريد کړی، ۵ اورپکي يې وژلي او يو شمېر وسلې او لوژيستيکي توکي يې نيولي دي.

( سپوږمۍ)