لي چیانګ او اولف شولز د چين او جرمني د اقتصادي سلاکارانو کمېټې په غونډې کې ګډون وکړ
CMG2024/04/17 10:48:24
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د اپريل د ۱۶مې نېټې په ماسپښین د خلکو په لوی تالار کې له خپل جرمن سیال اولف شولز سره د دواړو هېوادونو د اقتصادي سلاکارانو کمېټې په غونډې کې ګډون کړی او د تصدیو له استازو سره یې د نظرونو تبادله کړې دي.

په دغې غونډې کې د چین او جرمني د تصدیو څه باندې شلو استازو برخه اخيستې وه.

 لي چیانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له جرمني سره خپلمنځي اقتصادي او سوداګریزې چارې په ښه کیفيت لا پراخې او پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

نوموړي ويلي، دواه هېوادونه دې عملي همکاریو ته دوام ورکړي، مخالفتونه دې پرېږدي او یو بل ته دې د مهمو همکارانو په سترګه وګوري او په خبره یې، په محافظه کاره بازار کې د سیالۍ توان لرونکي شرکتونه نشي روزلی او دواړه خواوې دې د ازاد او عادلانه بازار چاپېریال وساتي، د ورخلاصون مفهوم دې عملي کړي او د عادلانه سیالۍ د چاپېریال ساتلو لپاره دې هڅې وکړي.

لي چیانګ زياته کړې، د چين او جرمني تصدۍ دې په صنعتي ابادۍ او نوښتي همکاريو کې لا پراخ فرصتونه پیدا کړي او د نويو همکاريزو ساحو له لارې دې پیاوړتیا ته دوام ورکړي.

هغه هيله ښودلې، چې چين او جرمني به د دواړو هېوادونو د تصدیو د خپلمنځي همکاریو لپاره اسانتياوې او سیاسي ملاتړ برابر کړي او اقتصاد او سوداګریزو معاملو، ثبات او سالم پرمختګ ته به وده ورکړي.

شولز ویلي، چین د جرمني په اقتصاد او سوداګرۍ کې تر ټولو ډېر مهم همکار دی او دواړه هېوادونه یو له بل سره نږدې اړيکې لري او په خبره يې، جرمني له چين سره د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ساتنې او پراختیا ته ډېر ارزښت ورکوي، ((اړیکو پرې کولو)) سره مخالفت کوي او غواړي د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې تبادلې لا ژورې او عملي همکارۍ ورسره پراخې کړي.

نوموړي د چيني تصدیو هرکلی کړی، چې په جرمني کې پانګونې وکړي.