د چين اقتصاد رښتیني حالت ته یوه کتنه
CMG2024/04/17 15:03:26
شريکول:

د چين د مصرفي توکو څلورم نړيوال نندارتون څه موده مخکې د های‌نان ولايت په های‌کو ښار کې ترسره شو چې د نړۍ د ۷۱هېوادونو او سيمو د څه باندې ۴زره برنډونو یې پکې ګډون کړی و او دا د چين د اقتصادي پرمختګ يوه ښه نښه ګڼل کېږي. د يوې رسمي شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصاد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵اعشاريه ۳سلنه زيات شوی. خو بهرنيو خبري رسنيو راپور ورکړی، چې د چيني اقتصاد پرمختګ سرعت له اټکل څخه اوښتی دی. کله چې دغه رسمي شمېرنه خپره شوې، د المان صدراعظم اولف شولز له چين څخه ليدنه وکړه او د Siemens،BMW، Mercedes-Benz شرکتونو مسئولين ورسره هم مل و. د المان خبري رسنۍ دې ته اشاره کړې، چې د دغه هېواد حکومت او د تصديو خاوندان ټول دا فکر کوي چې بايد له چين سره همکارۍ وکړي. د هانکانګ خبري رسنۍ د اقتصاد پوهانو په قول خبر ورکړی، چې چين ته د شولز سفر دا ښيي چې المان او اروپايي ټولنه غواړي د چين د اقتصاد د رښتیني حالت په هکله معلومات تر لاسه کړي. د روان کال د لومړۍ ربعې راپور ورته  د چين د اقتصادي پرمختګ يو ښه ځواب دی.

لومړی دا چې، «مصرف کول» د چين د اقتصادي پرمختګ يوه نښه ده او د بازار پټ توان لا هم زيات دی. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د مصرفي توکو ټول پرچون پلور د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور اعشاريه اووه سلنه زيات شوی او د خدماتي چارو د پرچون پلور لس سلنه زيات شوی دی. د وارداتو له لحاظه د منسوجاتو، لباسونو، وچې او تازه مېوو، د غوښو او تخنیکي وسایلو په شمول د توکو د مصرفولو اندازه ډېره زياته شوې، چې د خلکو د ژوند لپاره د بنسټيزو توکو د مصرفولو حالت د ښه کېدو په لوري روان دی.

سربېره پر دې، د مصرفولو لپاره د زړو توکو په بدلولو سره په ټيټې بيې د نويو توکو اخيستلو تدبير هم غوره شوی، چې په دې سره به د موټرو او کورني برقي ماشينونو د نوي کېدو غوښتنې په زرګونو ميليارډو يوانو پيمانې ته ورسېږي. د موټر برنډ پورسچي شرکت د چيني څانګې مشر که‌شی‌مای وويل، چې د چين بازار د پورسچي شرکت لپاره ډېر مهم دی او دغه شرکت به د چيني مشتريانو غوښتنې پوره کړي او ورته تر ټولو ښه توليدات او خدمات به برابر کړي.

د نوي کيفيت توليدي ځواک د پرمختګ نوې انرژۍ راوړي. د کمبوديا خبري رسنيو په وروستيو ورځو کې یوه شننه خپره کړې، چې د نوي کيفيت توليدي ځواک پرمختګ د اقتصادي پرمختګ له عنعنوي لارو سره توپير لري، چې د لوړ ساينس او ټېکنالوژۍ، د لوړې اغېزې او د لوړې کچې کيفيت لرلو ځانګړتيا لري. د روان کال په لومړۍ ربعه کې د شمېرنې له مخې، په چين کې د لويې پيمانې د لوړې ټېکنالوژۍ په وسيله د توليد صنعتي چارو پرمختګ اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷اعشاريه ۵سلنه زياته شوې او د تېر کال د څلورمې ربعې په نسبت ۲اعشاريه ۶سلنه چټک شوی. توليداتو ته په کتو، د پاکې انرژۍ موټرو توليد اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ اعشاريه ۲ سلنه، د لمريزې انرژۍ بيټرۍ توليدي اندازه ۲۰ اعشاريه ۱ او د خدماتي ماشينونو د توليدولو اندازه ۲۶ اعشاريه ۷سلنه زياته شوه. په همدې وخت کې نوي صنعتي او سوداګريز شکل په پر له پسې ډول رامنځته شوی، چې د انلاین خپرونې له لارې د پرچون پلور اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ اعشاريه ۶سلنه زياته شوې.

د نوي کيفيت توليدي ځواک به نړۍ ته څه راوړي؟ د بېلګې په توګه د چين تصدۍ د اتوپيا د قهوې د پلورلو لپاره په نوې شکل بسته‌بندي کوي، د تدارکاتو ځنځير ورته غوره کوي او د انلاين پلور له لارې په يوه شپه نژدې شل زره دانې پلورلی شي. دا د پاملرنې وړ موضوع ده، چې اوس مهال چين له نورو هېوادونو سره همکاريز سندونه لاسليک کړي، چې د ډیجيټلي اقتصاد پرمختګ يوه مهمه برخه ده. همدارنګه دا اټکل کېږي، چې په چين کې د نوي کيفيت توليدي ځواک پرمختګ نه يوازې د خپل پرمختګ، بلکې د سيمې او نړۍ اقتصادي پرمختګ ته هم نوې انرژۍ رسوي.

د اقتصادي پرمختګ لپاره اټکل او لوري ډېر مهم دي او دا د چين د اقتصادي پرمختګ يو توافق دی. د نړۍ ځينې هېودونه تل د چين د تش په نامه د اقتصاد د کمزورتيا او خپلو سیاسي موخه ته د رسېدو نظريې لمسون کوي. خو حقيقت دا ښيي چې دغه نظريې سمې نه دې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د اقتصاد ښه کېدل د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې ګرځېدلې دي.

د امريکا(CNBC) وېبپاڼې په وروستيو ورځو کې د يوې سوداګريزې سروې په قول خبر ورکړ، چې د چين اقتصاد د روان کال په لومړۍ ربعه کې قوي پرمختګ کړی دی. د ګولډمن ساچس، (Goldman Sachs)،(Citi Bank) او ځينو څانګو په وروستۍ موده کې د ۲۰۲۴م کال د چين د اقتصاد د ښه پيل اعلان کړی او په دې کال کې د چين د اقتصاد د پرمختګ سرعت د لوړوالي اټکل يې کړی. د اسيا پراختیایي بانک مشر اساکاوا ماساټسوګو وويل، چې د فعالې مالي تګلارې او پيسو د ثابتې تګلارې په ملاتړ به د چين اقتصاد په روان کال کې په ثابته توګه پرمختګ وکړي.

د چين د اقتصاد نوې بڼه څه ده؟ چين څو ځلې څرګنده کړې، چې د چيني شکله عصري کېدو له لارې نړۍ ته نوي فرصتونه رسوي او د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته لا پراخه فضا برابروي. اوسمهال نړيوال اقتصاد له زيات پېچيلي حالت سره مخ دی، د چين د اقتصاد د ثابت پرمختګ بنسټ ټينګ نه دی، خو فعال عوامل په پر له پسې ډول د زياتېدو په حال کې دي چې د روان کال د اقتصادي هدف د عملي کېدو لپاره بنسټ جوړوي.