د روسيې او ايران ولسمشرانو د منځني ختيځ پر وضعيت تليفوني خبرې کړي
CMG2024/04/17 10:32:33
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اپرېل په ۱۶مې نېټې له خپل ايراني سيال  ابراهيم رايسي سره تليفوني خبرې کړي او په سوريې کې يې د ايران پر سفارت د  اسرائيل د بريد او د ايران د ځوابي بريد او غچ په اړه بحث کړی دی.

کريملين ماڼۍ په همدې ورځ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتين له ايراني سیال سره په خبرو کې هيله ښودلې، چې اړوندې خواوې سړه سينه او زغم وساتي او د نوي پړاو له دوه اړخيز مقاومت څخه دې ډډه کړي، څو سيمه په ناورين کې ښکېله نه شي.

ابراهيم رئيسي ويلي، ايران نه غواړي، چې جګړه پراخه او د سیمې حالات ترينګلي شي او په خبره يې، تهران پر اسرائيل بريد ته اړ شوی و، چې خپل غچ واخلي.

 دواړو خواوو د فلسطين او اسرائيل ترمنځ شخړه په منځني ختيځ کې د اوسني کړکېچ سرچېنه بللې او پر دې يې ټينګار کړی، چې د جګړې ښکيلې خواوې دې په غزې کې سمدستي اوربند وکړي، د بشري مرستو ستونزې دې لرې او پر سياسي او ډيپلوماټيکو لارو چارو دې د اوسني بحران د حل لپاره زمينه برابره کړي.