د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس: نړیوال اقتصادي زياتوالی ښايي مخ په ځوړ روان شي
CMG2024/04/17 14:57:02
شريکول:

 په جنيوا کې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د اپريل په ۱۶مې نېټې په یو راپور کې ويلي، چې په نړۍ کې د پانګونې د کمښت او د کمزوري تجارت له امله،‌ ښايي د ۲۰۲۴م کال نړیوال اقتصادي زیاتوالی مخ په ځوړ روان شي.

راپور وايي، د تجارتي بڼو د بدلون، د جغرافيايي سياست د کړکېچونو، د پورونو د لوړوالي او د پروټېکشنيزم د پراخېدو له امله ښايي په روان کال کې اقتصادي چارې ټکنې شي او په ورته وخت کې یې د پاليسيو همغږي او نړیوالې سوداګريزې همکارۍ د نړیوال اقتصاد لپاره ډېرې مهمې بللې دي.

ياد سازمان په دغه راپور کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي، چې په همغږۍ څواړخيزې چارې ترسره او بېلا بېلې پاليسۍ په برابرۍ پلې کړي، څو د ماليې پاليسۍ دوام ومومي، کاري فرصتونه رامنځته او عايدات لوړ شي.